|   English

   

 

 
د دې وېبځي د جوړوولو مقصد دا دی چې د خپلې ژبې يعني د پښتو د پراختيا او لوړتيا د پاره کار وشي.  مونږ پۀ خپلې ژبې پښتو، پښتونولي، او کلتور ډېر ډاډه يو.  خو دا ډېره د افسوس خبره دا چې پښتو ژبې تر ووسه پورې خپل هغه ځای نۀ دی نيوولی چې د کوم پۀ صحيح معنې سره جوګه دا.

 څرنګه به چې تاسو د دې سره اتفاق وکړئ چې د تېکنالوجي پۀ دې ووسني وخت کښې د هر شي د پراختيا او لوړتيا د پاره د کمپيوټر پۀ کار کښې راوستل ډېر مهم دي.  دې د پاره مونږ دا کوشش وکړو چې داسې يو کمپيوټري پوستکالی جوړ کړو چې د هغي پۀ مرسته سره د پښتو وئلونکي او د پښتو سره مينه لرونکي د خپلې ژبې د پراختيا او لوړتيا د پاره کمپيوټر پۀ کار کښې راولي.  نن مو دا مقصد تر څۀ ځای پورې تر لاسه کړو او د الله تعالیٰ پۀ خوښې سره به پۀ راتلونکي کښې به نوره او نوره بريالي هم تر لاسه کړو.

 د دې نه پر څنګ خپله پښتو يو څو نورو چارو باندې هم بوخت ده چې تاسو به د دې وېبځي پۀ کتون کښې ترې خبر شئ.

 
 

 
Google

 

 

 

   

 

د چاپ حقونه،  ٢٠٠٠ -٢٠٠٢،  د خپله پښتو سره خوندي دي