|
د دې وېبځي د جوړوولو مقصد دا دی چې د خپلې ژبې يعني د پښتو د پراختيا او لوړتيا
د پاره کار وشي. مونږ پۀ خپلې ژبې پښتو، پښتونولي، او کلتور ډېر ډاډه يو.
خو دا ډېره د افسوس خبره دا چې پښتو ژبې تر ووسه پورې خپل هغه ځای نۀ دی نيوولی
چې د کوم پۀ صحيح معنې سره جوګه دا. څرنګه به چې تاسو د دې سره اتفاق
وکړئ چې د تېکنالوجي پۀ دې ووسني وخت کښې د هر شي د پراختيا او لوړتيا د پاره د
کمپيوټر پۀ کار کښې راوستل ډېر مهم دي. دې د پاره مونږ دا کوشش وکړو چې
داسې يو کمپيوټري پوستکالی جوړ کړو چې د هغي پۀ مرسته سره د پښتو وئلونکي او د
پښتو سره مينه لرونکي د خپلې ژبې د پراختيا او لوړتيا د پاره کمپيوټر پۀ کار کښې
راولي. نن مو دا مقصد تر څۀ ځای پورې تر لاسه کړو او د الله تعالیٰ پۀ خوښې
سره به پۀ راتلونکي کښې به نوره او نوره بريالي هم تر لاسه کړو.
د دې نه پر څنګ خپله پښتو يو څو نورو چارو باندې هم بوخت ده چې تاسو به
د دې وېبځي پۀ کتون کښې ترې خبر شئ. |