| د هرې ژبې
پۀ کمپيوټر کښې ليک او لوست د پاره داسې ليکبڼې پۀ کار وي چې د هغې ژبې ټول توري
لري. د پښتو ژبې د پاره د عربي ژبې
بنسټيز توريو برسېره (پرپاسه) ديارلس نور زياتي توري هم پۀ کارېږي. مائکروسافټ کهړکۍ د عربي ليکدود
(Script) د پاره يوشمېر ليکبڼې لري خو پۀ دې ليکبڼو کښې د پښتو
ژبې هغه زياتي توري نشته. هم لۀ دې کبله
د کهړکيو پروګرامونو
کښې د پښتو ليکل د داسې ليکبڼو د جوړوولو اړتيا لري چې هغه د پښتو ټول توريو
باندې پورا وي. څو ځنې داسې
پوستکالي شته چې د پښتو د ليک او لوست د اسانتياو لرلو دعوه کوي. خو رياتره دغه پوستکالي د پښتو ليکبڼو د
پاره خپل خوښ شوي خونديګون
(Encoding) استعمالوي.
او د هر يو پوستکالي ځان ته بېل د خونديګون پروژه جوړه کړئې ده. دوئ د پښتو توريو د خونديګون لۀ پاره يو خاص
معيار نۀ استعمالوي.
خودا ليکبڼې چې خپله پښتو چمتو کړئې دي،
هغه د يونيکوډ(Unicode) معيار لاندې جوړې شوئې دي. يونيکوډ د دنيا د ټولو ژبو د
توريو او هر شان ته نخښو د خونديګون يو نړيواله پروژه ده. پۀ يونيکوډ کښې د پښتو ټول توري خونديګ شوي
دي. پۀ دې ورستو څو کالونو کښې يونيکوډ
د خونديګون يو معياري پروژه منلې شوئې ده.
يو ډېر شمېر سيسټم، لکه کهړکۍ
(Windows) ، يونکس
(Unix) او نور، يا خو د يونيکوډ پروژې ته اړېدلي دي او يا د
اړېدلو پۀ بهير کښې دي. کهړکۍ – ٢٠٠٠ او کهړکۍ-إکس پي پورا توګه باندې د يونيکوډ سره جوړې شوئې
دي. دا ساعت پورې د خپله پښتو سره د پښتو
ټولې اووۀ ليکبڼې شته. دا
ټولې ريښتوني ډول (True type) ليکبڼهې دي او د يونيکوډ د خونديګون پروژې
سره جوړې شوئې دي. خپله پښتو پۀ نورو ليکبڼو باندې
هم کار کوي او إنشاالله پۀ د نژدې راتلونکي
کښې به د پښتو د ليک او لوست لۀ پاره نورې ليکبڼې هم تيارې وي.
دا ليکبڼې
د ځاني کارراوستنې لۀ پاره بې لۀ بیه تاسو ترلاسه کولی شی.
خو د موسسو او کاروباري کارراوستنې لۀ پاره دا لیکبڼې لاندېنۍ بیې لري:
|
تفصيل |
بيه |
|
د يو کس استعمال لۀ پاره (یوه لیکبڼه) |
35 امريکائي ډالر |
|
د يو کس استعمال لۀ پاره (ټولې اووۀ لیکبڼې) |
150 امريکائي ډالر |
|
تر پنځو پورې کسانو د استعمال لۀ پاره (یوه لیکبڼه) |
125 امريکائي ډالر |
|
تر پنځو پورې کسانو د استعمال لۀ پاره (ټولې اووۀ
لیکبڼې) |
500 امريکائي ډالر |
|
د پنځو نه ډېرو کسانو د استعمال لۀ پاره |
زمونږ سره اړيک ونيسۍ |
د ليکبڼې ملف تاسو د
ښکته کووني
پاڼې نه خپل کمپيوټر ته ښکته کوولی شئ. |