|
د پښتو ژبې د پاره يوه معياري کليدړه نۀ وه. يو څو کليدړې وې، خو هغه پۀ اصل
کښې د عربي او يا د فارسي کليدړې دي چې د ځنو کلۍ سره ئې د پښتو زياتي توري تړلي
شوي دي. دا کليدړې هغو شرکتونو جوړې کړئې
دي چې د پښتو ژبي د پاره ئې پوستکالي چارتو کړي دي.
د دغو کليدړو سره پښتو ليکنه شېرۀ کېدلی
نۀ شي. د "ط"، "ظ"، "ص"، او "ض" توريو استعمال پۀ پښتو کښې ډېر لږ دی. هم لۀ دې کبله دغه توري د کلۍ د اړېدلي
(Shift) حالت سره تړل پۀ کار دي. پۀ دې څېر ځنې نور توري هم، چې پۀ
عربي او فارسي کښې ډېر استعمالېږي، پۀ پښتو کښې د استعمال کمه برخه لري. او د پښتو ځنې زياتي توري پۀ پښتو کښې د
استعمال ډېره زياته برخه لري.
هم لۀ دې کبله خپله پښتو د پښتو د ټولو توريو
د استعمال برخې معلومې کړې. او بيا
خپله پښتو د پښتو ژيې د پاره يوه کليدړه جوړه کړه. د دې کليدړې عام، اړېدلی، او کنټرول+الټ حالتونه لاندې ورکړل شوي دي.
د عربي ژبې ځنې توري، لکه تې مربوطه (ة)،
عربي کاف (ك) او داسې نور، پۀ پښتو کښې نۀ استعمالېږي. دغه توري هم کنټرول+الټ حالت کښې د کليو سره تړلي شوي دي.
دا د دې لۀ پاره چې د قرأن
او يا نوره د عربي ليکنه به هم د پښتو کليدړې سره ممکنه وي. |