|
|
|
| >> د پښتو پوستکالي |
| د مائکروسافټ کهړکۍ او أفس
پوستکالي د
نړۍ پۀ سلو نه
ډېرو ژبو سره اماده دي. خو
پۀ دې سل نه
ډېرو ژبو کښې پښتو شامله نۀ دا. هم لۀ دې کبله
"خپله
پښتو" د داسې پوستکالي پۀ جوړوولو باندې کار پېل کړو چې د هغۀ پۀ مرسته سره
به پۀ کهړکۍ او أفس پروګرامونو کښې پښتو
ليکلئې شي.
ووس "خپله پښتو" داسې يو پوستکالی جوړ کړو او دا د
کهړکۍ-٢٠٠٠ او کهړکۍ- اکس پي سره کار
کوي. لۀ دې نه برسېره "خپله پښتو" د پښتو ژبې يوه معياري
کليدړه او د پښتو ليکبڼې هم جوړې کړئې دي. پۀ ايم ايس اؤټلوک او ايم
ايس اؤټلوک ايکسپريس کښې پۀ پښتو ژبه کښې د برېښناليک جوړوولو پۀ اړه تخنيکي
معلومات وړاندې کړي شوي دي. |
|
|
|
|
|