| >> وينپښتو |
|
وينپښتو، کوم چې خپله پښتو
جوړ کړی دی، يو داسې پوستکالی دی چې د هغۀ پۀ مرسته سره تاسو پۀ کهړکۍ او أفس پروګرامونو کښې پښتو ليکلی شئ. وينپښتو د
کهړکۍ-٢٠٠٠ او کهړکۍ- اکس پي سره کار کوي. |
|
تاسو کوولی شئ چې دا پوستکالی بې لۀ څۀ بئې پۀ خپل کمپيوټر کښې کښېږدئ، استعمال
کئ، او و چلوئ که چېرې:
ا) دا د تاسو ځاني استعمال د پاره وي، يا
ب) دا د اېن ډبليو اېف پي حکومت يا د بلوچستان حکومت پۀ دفترونو
کښې استعمالوي، يا
ج) دا د افغانستان د اسلامي
رياست حکومت پۀ دفترونو کښې استعمالوي،
يا
د) دا پۀ اېن ډبليو اېف پي، بلوچستان، يا افغانستان کښې د زدهکړې
ادارو
(ښوونځي، پوهنځي، پوهنتونونه) کښې استعمالوې، يا
هـ) دا پۀ اېن ډبليو اېف پي، بلوچستان، يا افغانستان کښې خېريه
تنظيمونه پۀ خپل دفترونو کښې استعمالوې.
تاسو دا پوستکالی د تجارتي او/ يا هريو هغه مقصد د
پاره، چې پۀ دې پورتنيو کرخو کښې نشته، هلته
استعمالولئ شئ که چېرې تاسو د پروګرام د
رجسټرېشن د پاره دا لاندېني فيسونه ورکئ.
|
|
تفصيل |
بيه |
|
پۀ يو کمپيوټر کښې
استعمال |
100 امريکائي ډالر |
|
تر پنځو پورې
کمپيوټرو کښې استعمال |
400 امريکائي ډالر |
|
د پنځو نه ډېرو
کمپيوټرو کښې استعمال |
زمونږ سره اړيک ونيسۍ |
|
| |
| د نورو تفصيلاتو د پاره د دې
پوستکالي د لائسنس تړون و ګورئ. |
|
دا پوستکالی تاسو د ښکته
کووني پاڼې نه خپل کمپيټر ته ښکته کوولی شئ.
دا يو ډېر ښۀ پوستکالی دی :
١) دا پوستکالی د يونيکوډ خونديګون سکيم لاندې جوړ شوی دی.د دې مطلب
دا شو چې هغه ټول ملفونه چې د دې پوستکالي سره جوړ شوي وي، د کهړکۍ-٢٠٠٠ او "کهړکۍ إکس پي" پۀ هر يو بڼې کښې به کتلی او اډيټ کېدلی شي که چرته دا پوستکالی
او د
پښتو ليکبڼې موجودې
وي.
|
|
٢) که پۀ أفس کښې د ملف لۀ
خوندي (Save) کولو نه مخکښې د ليکبڼو ټومبل(Embedding) چارتو(Enable) کړی شي نو بيا د دې ملفونو پۀ أفس-٢٠٠٠ کښې کتنه او چاپ کوونه د پښتو ليکبڼو او
د پښتو دې پوستکالي ته اړتيا نۀ لري.
|
|
٣) د کمپيوټر د پروګرامونو جوړوونکي د يونيکوډ خونديګون ته را اوړي.دې د پاره تاسو
لاسوندونه او نور لکه سپريډشيټ او
ډيټابېس به پۀ راتلونکي کښې جوړېدلو ټولو پروګرامونو سره
سمون خوري.مطلب دا چې تاسو به معياري
او پخه ډېټا جوړوی.
|
|
٤) اوس تاسو د مائکروسافټ اوټلوک اېکسپريس او
مائکروسافټ اوټلوک پۀ مرستې سره پۀ پښتو ژبه کښې
برېښناليک ليکلی او لېږلی شئ.د
تفصيلاتو لۀ پاره د "پښتو برېښناليک" پاڼې
ته لاړ شئ.
|
|
٥) تاسو پۀ پښتو ژبې کښې ښکلئې وېبپاڼې جوړوولی شئ، لکه
څرنګه چې دا وېبځای دی.
|
|
٦) د دې پوستکالي نورې هم ډېرې ښېګړې دي چې تاسو ته به پۀ نورو ځنو پاڼو کښې معلومات
تر لاسه شي.
|
| |